معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره نومبر میاشت د ساري ناروغیو په خپرېدو کې کمښت راغلی

تېره نومبر میاشت د ساري ناروغیو په خپرېدو کې کمښت راغلی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان د روان زېږیز کال د نومبر میاشتې په راپور کې ویلي، دغه میاشت افغانستان کې د حاد تنفسي ناروغیو څه باندې ۱۰۸ زره مثبتې پېښې چې د تېرې زېږدیزې میاشتې پرتله ۱.۳ سلنې کموالی ښیي، ثبت شوې دي.

د راپور پر اساس دغه موده کې د شري۳زره ۴۸۲ شکمنې پېښې ثبت شوي، ۱۲ کسه ترې مړه شوي او د کرونا ۵۵۲ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې پنځه کسانو ترې ژوند بایللی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې، نومبر کې د کانګو تبې پېښې هم د تېرې میاشتې له ۹۹ پېښو دغه میاشت کې ۳۱ ته را کمې شوې وې، چې ۶۸ اعشاریه ۷ سنلې کمښت ښیي.

د تېرې زېږدیزې میاشتې دغه راپور کاږي چې د ډینګي تبې په پېښو کې ۳۰ اعشاریه ۱ سلنې او د ملاریا په پېښو کې هم ۵۳ اعشاریه ۸ سلنې کموالی راغلی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس