تېره ورځ سوډان کې د نښتې پرمهال ۲۰ تنه ملکی وګړی وژل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۸ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د سوډان په پلازمېنې خرطوم کې تېره ورځ ۲۰ ملکیان د سوډان د پوځ او د چټک ملاتړ د ځواکونو په نوم د ملېشه وو ترمنځ جګړه کې وژل شوی دی.
د راپور پر بنسټ، د سوډان روغتیا وزارت پرون ویلی، په دغو جګړو کې ګڼ نور کسان ټپیان شوی دی.
په شاوخوا روغتونونو کې د وینې په څېر طبی وسایل او تجهیزات کم ښودل شوی دی.
په سوډان کې د اپرېل میاشتې په نیمایی کې د واک پر سر د سوډان د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوې، چې لا هم دوام لری.
د جګړې دواړو لورو که څه هم د اوربند پر څو موافقو سلا کړې، خو یو اوربند هم نافذ شوی نه دی.
ملګری ملتونه وایی، په سوډان کې د وروستیو جګړو له امله تر څلورو میلیونو ډېر وګړی بې‌ ځایه شوی دی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.