تېره یوه میاشت د کابل هوا ډېره ککړه شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی ۳مه  نېټه):

د راپورونو له مخې د چاپېریال ساتنې ملی ادارې مسوولینو ویلی، چې له تېرې یوې میاشتې را هیسې د پلازمېنې کابل هوا د پخوا په پرتله ډېره ککړه شوې ده.

د راپور پر بنسټ، د دې ادارې مسوولینو ویلی، د برېښنا نشتوالی، د بې کېفیته سکرو ډبر کارول او د پلاستیک سوځول هغه څه دی، چې د کابل هوا د ککړتیا لامل شوی دی.

په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت چارواکو هم خبر ورکړی، چې هېواد کې د ککړې هوا له امله په تنفسی ناروغیو د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولینو ټولو هغو د استونګنې او سوداګریزو ودانیو خاوندانو ته خبرداری ورکړی، چې که چېرې دوی په خپلو ودانیو کې د هوا پاکولو وسایل یا فلټرونه ونه لری، نو ورسره به قانونی چلند وشی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.