معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره یوه میاشت ۳.۵ میلیارده زاړه بانکنوټونه سوځول شوي

تېره یوه میاشت ۳.۵ میلیارده زاړه بانکنوټونه سوځول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۲۰  نېټه):

د راپورونو له مخې د افغانستان بانک مسوولینو ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یې د هېواد په څلورو زونونو کې څه باندې ۳،۵ میلیارده زاړه بانک نوټونه راټول او سوځولي دي.

دافغانستان بانک ویاند په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې په دغو سوځول شویو بانکنوټونو کې د افغانیو ټولې بڼې شاملې وې.

د ده په خبره، دا زاړه بانک نوټونه د یو ځانګړي طرزالعمل له مخې راټول او سوځول شوي چې پرځای به یې ډېر ژر نوي بانک نوټونه بازار ته را وباسي.

دغې بانک له ټولو هېوادوالو غوښتي چې زاړه بانک نوټونه د هېواد د پيسو د تبادلې په مرکزونو کې په نویو بانک نوټونو بدل کړي.

یاد بانک په دې ټينګار کړی، چې د دوی موخه داده، ترڅو د هېوادوالو لپاره په راکړه – ورکړه کې آسانتیاوې رامنځته شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس