تېره یوه میاشت ۳.۵ میلیارده زاړه بانکنوټونه سوځول شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۲۰  نېټه):

د راپورونو له مخې د افغانستان بانک مسوولینو ویلی، چې په تېره یوه میاشت کې یې د هېواد په څلورو زونونو کې څه باندې ۳،۵ میلیارده زاړه بانک نوټونه راټول او سوځولی دی.

دافغانستان بانک ویاند په یوه تازه مرکه کې ویلی، چې په دغو سوځول شویو بانکنوټونو کې د افغانیو ټولې بڼې شاملې وې.

د ده په خبره، دا زاړه بانک نوټونه د یو ځانګړی طرزالعمل له مخې راټول او سوځول شوی چې پرځای به یې ډېر ژر نوی بانک نوټونه بازار ته را وباسی.

دغې بانک له ټولو هېوادوالو غوښتی چې زاړه بانک نوټونه د هېواد د پیسو د تبادلې په مرکزونو کې په نویو بانک نوټونو بدل کړی.

یاد بانک په دې ټینګار کړی، چې د دوی موخه داده، ترڅو د هېوادوالو لپاره په راکړه – ورکړه کې آسانتیاوې رامنځته شی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.