کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک مسوولینو ویلي، چې په تېرو دریو کلونو کې د پرلپسې هڅو او نړیوالو مالي بنسټونو سره د غونډو په پایله کې بانکي محدودیتونه کم شوي دي.
د دغه بانک ویاند د بانکوالۍ په برخه کې د پرمختګونو یادونه کړې او ویلي، چې د هېواد بانکي سیسټم عصري کولو لپاره یې هڅې روانې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دولتي او خصوصي بانکونو کې د FP په نوم برېښنايي کارت فعال شوی دی.
د مسوولینو په وینا د دغه کارت په وسیله خلک کولای شي، چې له بېلابېلو برېښنايي خدمتونو ګټه واخلي.
افغانستان بانک د بانکي محدودیتونو د لا کمېدو او اقتصادي پرمختګ لپاره د خپلو هلو – ځلو د دوام ډاډ هم ورکړی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/