تېرو دریو کالو کې بانکی محدودیتونه کم او برېښنایی خدمتونه پراخ شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک مسوولینو ویلی، چې په تېرو دریو کلونو کې د پرلپسې هڅو او نړیوالو مالی بنسټونو سره د غونډو په پایله کې بانکی محدودیتونه کم شوی دی.

د دغه بانک ویاند د بانکوالۍ په برخه کې د پرمختګونو یادونه کړې او ویلی، چې د هېواد بانکی سیسټم عصری کولو لپاره یې هڅې روانې دی.

نوموړی زیاته کړې، چې په دولتی او خصوصی بانکونو کې د FP په نوم برېښنایی کارت فعال شوی دی.

د مسوولینو په وینا د دغه کارت په وسیله خلک کولای شی، چې له بېلابېلو برېښنایی خدمتونو ګټه واخلی.

افغانستان بانک د بانکی محدودیتونو د لا کمېدو او اقتصادی پرمختګ لپاره د خپلو هلو – ځلو د دوام ډاډ هم ورکړی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.