معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېرو دوو ورځو د افغانستان بانک ۱۸۰ میلیونه زاړه بانک نوټونه وسوځول

تېرو دوو ورځو د افغانستان بانک ۱۸۰ میلیونه زاړه بانک نوټونه وسوځول

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳ مه نېټه):
د افغانستان بانک د ۱۸۰ میلیونو ۴۰۱ زره زړو او مندرسو افغاني بانکنوټونه د سوځولو خبر ورکړی دی.
دغه بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان بانک د قانون د ۳۹ او ۴۲ مادو پر بنسټ ۱۸۰ میلیونه ۴۰۱ زره (زرګون، سلګون، پنځوسي، شلګون، لسګون، پنځه ګون، دوه ګون او یوګون) زاړه او مندرس افغاني بانکنوټونه د ټاکل شوي پلاوي په شتون تر کره شمېرنې وروسته تېرو دوو ورځو کې د قندهار په سویل لوېدیځ زون کې وسوځول شول.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال نور احمد آغا ویلي، د بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه د ټولو ملي مسوولیت دی او د بانکنوټونو د ژر زړېدو لامل د خلکو لخوا د بانکي کارتونو نه کارول، په غوړو لاسونو د پيسو شمېرل او د بانکونو پر ځای په کورونو کې د پيسو ساتل دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس