تېرو دوو ورځو د افغانستان بانک ۱۸۰ میلیونه زاړه بانک نوټونه وسوځول

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳ مه نېټه):
د افغانستان بانک د ۱۸۰ میلیونو ۴۰۱ زره زړو او مندرسو افغانی بانکنوټونه د سوځولو خبر ورکړی دی.
دغه بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د افغانستان بانک د قانون د ۳۹ او ۴۲ مادو پر بنسټ ۱۸۰ میلیونه ۴۰۱ زره (زرګون، سلګون، پنځوسی، شلګون، لسګون، پنځه ګون، دوه ګون او یوګون) زاړه او مندرس افغانی بانکنوټونه د ټاکل شوی پلاوی په شتون تر کره شمېرنې وروسته تېرو دوو ورځو کې د قندهار په سویل لوېدیځ زون کې وسوځول شول.
د افغانستان بانک لومړی مرستیال نور احمد آغا ویلی، د بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه د ټولو ملی مسوولیت دی او د بانکنوټونو د ژر زړېدو لامل د خلکو لخوا د بانکی کارتونو نه کارول، په غوړو لاسونو د پیسو شمېرل او د بانکونو پر ځای په کورونو کې د پیسو ساتل دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.