تېرو دوو کلونو کې څه باندې ۶۲ زره سوالګر راټول شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادی مرستیالۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې د سوالګرو را ټولولو کمېټې په تېرو ۲ کلونو کې څه باندې ۶۲ زره سوالګر راټول کړی.

خبرپاڼې وایی، د راټولو شویو سوالګرو له جملې څخه یې ۲۷ زره ۷۱۵ تنه مستحق پېژندل شوی، ۳۱ زره ۱۲۶ کسان یې حرفوی سوالګر او پاتې نور یې بې سرپرسته ماشومان او په نشه یی توکو روږدی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې دغه شمېر سوالګر تر ډېره په پلازمېنه کابل، ننګرهار او هرات ولایتونو کې راټول شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې په راټول کړل شویو سوالګرو کې ۵۸ زره ۸۴۱ یې له کابل، ۱۲۲۷ یې له ننګرهار، ۱۰۷۱ یې له هرات او پاتی نور یې د پکتیا، لغمان، پروان، خوست، نیمروز، فاریاب او سمنګان له ولایتونو څخه دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.