تېرو شاوخوا دوو اونیو کې طبیعی پېښو هېواد کې ۲۱ تنه مړه کړی او ګڼ مالی زیانونه یې اړولی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۷ نېټه):
طبیعی پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلی، په تېرو ۱۶ ورځو کې د طبیعی پېښو له امله هېواد کې ۲۱ تنو ژوند بایللی دی.
د دغه وزارت په خبره د وری له لومړۍ بیا د همدې میاشتې تر ۱۶مې د هېواد په ۳۰ ولایاتو کې د سېلابونو او زلزلې له امله ۲۱ تنه مړه شوی او ۱۰۲ تنه نور ټپیان شوی دی.
د هغه په وینا، ۲ زره ۶۲۵ کورونه په بشپړ او نیمه بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.
د دوی په وینا دغه راز یادو طبیعی پېښو ۸۲۸ څاروی تلف کړی او د څه باندې ۲۷ زره او ۸۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې حاصلات یې له منځه وړی دی.
د وری میاشتې له پیل را وروسته تر تېرې ورځې د هېواد په ګڼو ولایاتو کې اورښتونه ترسره شول، چې له امله یې خلکو ته مالی او ځانی زیانونه واوښتل.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.