تېرو لسو میاشتو کې له افغانستانه د یو نیم میلیارد ډالرو په اندازه توکی صادرات شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۶ مه نېټه):
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو ویلی، د روان کال په پیل کې د هېواد صادرات ۱ میلیارد او ۶ سوه میلیونه ډالرو ته رسېدلی چې د کال تر پایه به دغه کچه نوره هم ډېره شی.
د دغو مسوولینو په خبره هڅه کوی چې د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو په پراخولو سره د هېواد صادرات زیات کړی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وایی، چې د صادراتو زیاتوالی سوداګرو ته د اسانتیاوو په برابرولو پورې اړه لری، خو بیا هم د صادراتو اندازه به دوه میلیارد ډالرو ته ورسېږی.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت زیاتوی، چې تر ټولو ډېر صادرات یې پاکستان، هند، ایران، چین او روسیې ته شوی دی.
اخندزاده زیاته کړې چې تر ټولو ډېر صادر شوی توکی سکاره، جوار، پنبه او ممیز وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.