معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېرو لسو ورځو کې د څه باندې ۷۱ میلیونه ډالرو په ارزښت خام نفت پلورل شوي

تېرو لسو ورځو کې د څه باندې ۷۱ میلیونه ډالرو په ارزښت خام نفت پلورل شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۰سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت مسولینو ویلي، چې تېرو لسو ورځو کې د امو دریا نفتي حوزې ۱۳۰ زره ټنه خام نفت د۷۱.۶ میلیونه ډالرو په ارزښت په هېواد کې دننه د پروسېس په موخه پلورل شوي.

د یاد وزارت ویاند پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، دغه نفت یې پر کورنیو پانګوالو پلورلي، چې نن یکشنبې به هم ۲۰ زره ټنه نور خام نفت د آزادې دواطلبۍ له لارې وپلورل شي.

نوموړي ویلي، دا لومړی ځل دی چې په دوه اونیو کې ۱۵۰ زره ټنه خام نفت د آزادې داوطلبۍ له لارې په افغان پانګوالو د پروسېس په موخه پلورل کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو اونۍ وړاندې هم یاد وزارت ۶۰ زره ټنه خام نفت پلورلي و او دا مهال په امو نفتي حوزې کې په ورځني ډول ۱۳۵۰ ټنه خام نفت استخراجیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس