کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۰سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت مسولینو ویلی، چې تېرو لسو ورځو کې د امو دریا نفتی حوزې ۱۳۰ زره ټنه خام نفت د۷۱.۶ میلیونه ډالرو په ارزښت په هېواد کې دننه د پروسېس په موخه پلورل شوی.
د یاد وزارت ویاند پر خپلې ایکس پاڼې لیکلی، دغه نفت یې پر کورنیو پانګوالو پلورلی، چې نن یکشنبې به هم ۲۰ زره ټنه نور خام نفت د آزادې دواطلبۍ له لارې وپلورل شی.
نوموړی ویلی، دا لومړی ځل دی چې په دوه اونیو کې ۱۵۰ زره ټنه خام نفت د آزادې داوطلبۍ له لارې په افغان پانګوالو د پروسېس په موخه پلورل کیږی.
دا په داسې حال کې ده، چې څو اونۍ وړاندې هم یاد وزارت ۶۰ زره ټنه خام نفت پلورلی و او دا مهال په امو نفتی حوزې کې په ورځنی ډول ۱۳۵۰ ټنه خام نفت استخراجیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ