کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سټنډرډ ملي ادارې ویلي، چې په تېرو لسو ورځو کې ۱۰۳ ټانکره بې کېفیته تېل بېرته ایران ته مسترد شوي دي.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې تېرو لسو ورځو کې يې د فراه په ۷۸میل بندر کې ۱۰۳ ټانکره بې کېفیته تېل، چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، بېرته ایران ته مسترد کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کېفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
یادې ادارې له ټولو سوداګرو غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کېفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/