کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سټنډرډ ملی ادارې ویلی، چې په تېرو لسو ورځو کې ۱۰۳ ټانکره بې کېفیته تېل بېرته ایران ته مسترد شوی دی.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې تېرو لسو ورځو کې یې د فراه په ۷۸میل بندر کې ۱۰۳ ټانکره بې کېفیته تېل، چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، بېرته ایران ته مسترد کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوی، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملی ادارې په خورا جدیت د بې کېفیته تېلو د واردولو د مخنیوی لپاره عملی ګامونه پورته کړی.
یادې ادارې له ټولو سوداګرو غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کېفیته توکی وارد کړی، کنه نو له ورته قانونی چلند سره به مخ شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ