تېرو څلورو ورځو کې د طبیعی پېښو له امله ۱۳ تنه مړه شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویلی، د تېرو څلورو ورځو پرمهال د هېواد په ۹ ولایتونو کې د طبیعی پېښو له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوی او اته تنه نور ټپیان شوی دی.
د خبر له مخې د بدخشان سیمه ییز. چارواکو په دغه ولایت کې د طبیعی پېښو له امله د درېیو کسانو د مړه کېدو او څلور نورو د ټپی کېدو خبر ورکړی دی.
په همدې حال کې د بدخشان_تخار د لویې لارې یو شمېر مسافر وایی، تېر یوه_شپه ورځ دغه لویه لاره د سېلابونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.
د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د هېواد په نهو ولایتونو کې د سېلابونو له امله څه باندې درې زره جریبه کرنیزه ځمکه او ۵۶ د استوګنې کورونه په بشپړه او جزوی توګه ویجاړ شوی دی.

ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.