معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېرو ۱۱ میاشتو کې له ایرانه نیمروز ته د ۴۷۰ تنو افغانانو مړي راوړل شوي

تېرو ۱۱ میاشتو کې له ایرانه نیمروز ته د ۴۷۰ تنو افغانانو مړي راوړل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۳ مه نېټه):
د نیمروز ځایي چارواکو ویلي، چې په تېرو یوولسو میاشتو کې د ایران لور څخه دې ولایت ته د ۴۷۰ تنو افغانانو مړي راوړل شوي دي.
چارواکو زیاته کړې، چې دغه مړه شوي افغانان ایران کې په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.
د نيمروز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس صديق الله نصرت رسنیو ته ویلي، دغو کسانو یاد هېواد کې د بېلابېلو پېښو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې جسدونه یې اړوندو ولایتونو کې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
دغه جسدونه په داسې مهال افغانستان ته په یادو یوولسو میاشتو کې لېږدول شوي، چې دې وروستیو کې د ایراني حکومت له لوري افغانانو سره د بد چلند او وهلو_ډبولو راپورونه ورکول کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس