کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۳ مه نېټه):
د نیمروز ځایی چارواکو ویلی، چې په تېرو یوولسو میاشتو کې د ایران لور څخه دې ولایت ته د ۴۷۰ تنو افغانانو مړی راوړل شوی دی.
چارواکو زیاته کړې، چې دغه مړه شوی افغانان ایران کې په بېلابېلو پېښو کې وژل شوی دی.
د نیمروز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس صدیق الله نصرت رسنیو ته ویلی، دغو کسانو یاد هېواد کې د بېلابېلو پېښو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې جسدونه یې اړوندو ولایتونو کې خپلو کورنیو ته سپارل شوی دی.
دغه جسدونه په داسې مهال افغانستان ته په یادو یوولسو میاشتو کې لېږدول شوی، چې دې وروستیو کې د ایرانی حکومت له لوری افغانانو سره د بد چلند او وهلو_ډبولو راپورونه ورکول کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ