معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېرو ۹ میاشتو کې ۱.۶ میلیونه ټنه تېل هېواد ته وارد شوي

تېرو ۹ میاشتو کې ۱.۶ میلیونه ټنه تېل هېواد ته وارد شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر سپټمبر پورې هېواد ته د ۱.۳ میلیارده ډالرو په ارزښت څه باندې ۱.۶ میلیونه ټنه تېل او له ۷۳۴ زره ټنو ډېر ګاز وارد شوي دي.

د دغه وزارت ویاند ویلي، د تېلو ډېره برخه واردات له ترکمنستان، روسیې، قرغېزستان، متحده عربي اماراتو، تاجکستان او ایران څخه کیږي.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې ويلي، چې له نورو هېوادونو د تېلو د واردولو ترڅنګ باید په کور دننه د نفتو له زېرمو څخه د تېلو استخراج ته هم د ځان بسیاینې لپاره پاملرنه وشي.

تر دې دوه ورځې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت او یوه ازبکستاني شرکت په جوزجان کې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د ګازو د استخراج تړون لاسلیک کړ.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس