تېرو ۹ میاشتو کې ۱.۶ میلیونه ټنه تېل هېواد ته وارد شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلی، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر سپټمبر پورې هېواد ته د ۱.۳ میلیارده ډالرو په ارزښت څه باندې ۱.۶ میلیونه ټنه تېل او له ۷۳۴ زره ټنو ډېر ګاز وارد شوی دی.

د دغه وزارت ویاند ویلی، د تېلو ډېره برخه واردات له ترکمنستان، روسیې، قرغېزستان، متحده عربی اماراتو، تاجکستان او ایران څخه کیږی.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلی، چې له نورو هېوادونو د تېلو د واردولو ترڅنګ باید په کور دننه د نفتو له زېرمو څخه د تېلو استخراج ته هم د ځان بسیاینې لپاره پاملرنه وشی.

تر دې دوه ورځې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت او یوه ازبکستانی شرکت په جوزجان کې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د ګازو د استخراج تړون لاسلیک کړ.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.