تېرکال هېواد کې یو نیم میلیون کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولینو ویلی، چې په تېر یوه کال کې د هېواد په کچه یو میلیون، ۵۲۵ زره او ۴۰۰ کسانو ته د څښاک پاکو اوبه برابرې شوې دی.

د یاد وزارت مسوولینو دغه څرګندونې نن په کابل کې د حکومت د یو کلنو لاسته‌ راوړنو د تشرېح په پروګرام کې کړې دی.

د مسوولینو په خبره، هېواد کې د یو میلیارد افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو ۲۶۶ پروژې هم پلې شوی او د ۱۴۹ پروژو چارې روانې دی.

د ۱۴۹ روانو پروژو په بشپړېدو سره به نورو ۶۶۴زره او ۹۱۶ کسانو ته هم د څښاک پاکې اوبه برابرې شی.

د مسوولینو په وینا د دې ترڅنګ تېر کال د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې ۱۰۰ چکډېمونه او بندونه هم جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.