کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلی، په تېره یوه لسیزه کې څه باندې ۶۳ زره کډوال خپل منزل ته له رسېدو وړاندې مړه شوی او یا هم ورک شوې دی.
دغه راپور کې ویل شوی، چې یوازې په ۲۰۲۳ کال کې ۱۱ سوه ۸۱ افغان کډوال د ناقانونه کډوالۍ لاره کې مړه شوی یا ورک شوی دی.
په همدې حال کې د کډوالۍ نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د قربانیانو دوه پر درېیمه برخه ناڅرګنده پاتې او د نیمایی څخه ډېرو پېښو کې سازمان نه دی توانېدلی، چې د کډوالو جنسیت یا عمر تشخیص کړی.
بل لور ته د هغو یو شمېر کډوالو د کورنۍ غړی یا خپلوان چې د ناقانونه کډوالۍ په لاره کې مړه شوی او یا ورک شوی وایی، د دوی د کورنیو د غړیو د کډوالۍ اصلی لامل، تنګسیه او وزګارتیا ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ