کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ ادارې اوچا پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، چې تېر کال د دغه هېواد بشری صندوق ۸۱.۶ مېلیون ډالره مرسته تر لاسه کړې ده.
اوچا ویلی، چې د دغو مرستو پرمټ یې په افغانستان کې ډېرو خلکو ته بشری مرستې رسولې دی.
د ملګرو ملتونو دغه مرستندویه بنسټ زیاتوی، دمګړۍ په افغانستان کې ۲۵ میلیونه خلک بشری مرستو ته سخته اړتیا لری.
تېره میاشت هم دې ادارې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب له امله دغه هېواد د ستر ناورین سره مخامخ دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ