کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۳۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو ویلي، چې دا تړونونه د هرات، تخار، غور، پروان، کابل، بغلان، فاریاب او ننګرهار ولایتونو پر کانونو شوي دي.
د خبر پر بنسټ د کانونو وزارت مسوولینو د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې ویلي، د قیمتي ډبرو د قانوني استخراج لپاره یې طرزالعملونه ترتیب کړي، چې ورسره د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
غور، بدخشان، پنجشېر، کندهار، غزني، لوګر، جوزجان، کندز او فاریاب ولایتونو کې د ۱۲ مهمو پروژو د کار دوام، د کانونو د پروسېس ۵۲ شرکتونو ته جوزاونه ورکولو او د ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۶۷ فعال قرار دادونو درلودل دغه ولایت خپلې لاسته راوړنې بولي.
د دې ترڅنګ د قشقري، انګوت او اق دریا له ۲۱ ساحو څخه په ورځني ډول د ۱۳ سوه ټنه خام تېلو استخراج کیږي، چې د مسوولینو په وینا ۳ زره کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري زمینې برابرې کړې دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/