تېر کال د ۱۳ لویو کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۳۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو ویلی، چې دا تړونونه د هرات، تخار، غور، پروان، کابل، بغلان، فاریاب او ننګرهار ولایتونو پر کانونو شوی دی.

د خبر پر بنسټ د کانونو وزارت مسوولینو د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې ویلی، د قیمتی ډبرو د قانونی استخراج لپاره یې طرزالعملونه ترتیب کړی، چې ورسره د قیمتی او نیمه قیمتی ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

غور، بدخشان، پنجشېر، کندهار، غزنی، لوګر، جوزجان، کندز او فاریاب ولایتونو کې د ۱۲ مهمو پروژو د کار دوام، د کانونو د پروسېس ۵۲ شرکتونو ته جوزاونه ورکولو او د ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۶۷ فعال قرار دادونو درلودل دغه ولایت خپلې لاسته راوړنې بولی.

د دې ترڅنګ د قشقری، انګوت او اق دریا له ۲۱ ساحو څخه په ورځنی ډول د ۱۳ سوه ټنه خام تېلو استخراج کیږی، چې د مسوولینو په وینا ۳ زره کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاری زمینې برابرې کړې دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.