کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې فراه کې د کليو، بيارغونې او پراختيا رياست مسؤولينو ویلي، چې د ۱۴۰۲ کال په ترڅ کې د ۳۷۵ ميليونه افغانيو په لګښت ۵۰ بېلابېلې پروژې پلې شوې دي.
د یاد ولایت د کليو، بيارغونې او پراختيا ریيس محمد نسيم سرهنګ ویلي، چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو او لریو پرتو سيمو کې د ۳۷۵ ميليونه افغانيو په لګښت ۵۰ لویې او وړې پروژې پلې کړې دي.
د ده په وینا په یادو پروژو کې پر کلیوالي سړکونو جغل اچول او هموارول، د څښاک پاکو اوبو د شبکو جوړول، د اوبو څاه ګانو کیندل او ترمیم، د کرنیزو کانالونو پاکول، د محافظوي دېوالونو، سربندونو، پلونو او پلچکونو جوړول شامل دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/