تېر کال فراه کې د ۳۷۵ میلیونو افغانیو په لګښت ۵۰ پروژې پلې شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۸ مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې فراه کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسؤولینو ویلی، چې د ۱۴۰۲ کال په ترڅ کې د ۳۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۵۰ بېلابېلې پروژې پلې شوې دی.

د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس محمد نسیم  سرهنګ ویلی، چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو او لریو پرتو سیمو کې د ۳۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۵۰ لویې او وړې پروژې پلې کړې دی.

د ده په وینا په یادو پروژو کې پر کلیوالی سړکونو جغل اچول او هموارول، د څښاک پاکو اوبو د شبکو جوړول، د اوبو څاه ګانو کیندل او ترمیم، د کرنیزو کانالونو پاکول، د محافظوی دېوالونو، سربندونو، پلونو او پلچکونو جوړول شامل دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.