ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی کابل ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی، چې افغانستان په تېر ۲۰۲۳ کال کې د ۱.۹ میلیارده ډالرو په ارزښت بهر ته صادرات کړی دی.
دغو صادراتو کې د وړم کال په پرتله دوه سلنه زیاتوالی راغلی دی.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د سالنګ لویی لارې ترمیم، د ډبرو سکرو صادراتو کې کموالی راتلل او د ګاونډیو هېوادونو ستونزو سره سره بیا هم د صادراتو په برخه کې ۲ سلنه زیاتوالی راغلی، چې ۴۱میلیونه ډالره کیږی. سرچینې زیاته کړې، د زراعتی محصولاتو لکه پنبه، وچ انځر او مڼو په صادارتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
په ورته وخت کې کۀ څه هم پاکستان، ازبکستان او تاجکستان ته په صادراتو کې کموالی راغلی، خو هند، چین او قزاقستان ته بیا افغان صادرات زیات شوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی، د افغانستان صادراتو راتلونکی په اړه یې پلانونه او پروګرامونه، لکه د صادراتو د پروسېس زونونو جوړول، صادراتی ډیټابیس، د صادراتی اسنادو د طی مراحل واحد مرکز، د صادراتو پیاوړتیا پروژو بیا رغونه او د بشری قوې ډېرول هغه څه دی، چې د هېواد د صادراتو په ډېروالی یې اغېز کړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ