تېر کال له ایران او پاکستانه درې میلیونه ۵۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالۍ نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلی، چې په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې له ایران او پاکستانه درې میلیونه ۵۰۰ زره افغانان خپل هېواد ته راستانه شوی دی.

راپور کې راغلی، چې افغانستان ته د راستنو شویو کډوالو شمېر څه باندې درې میلیونه ۵ سوه زره و، په داسې حال کې چې په ورته موده کې له هېواده ایران او پاکستان ته د تللو افغانانو شمېر څه باندې ۲ میلیونه او ۴ سوه زره ثبت شوی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلی، دا شمېرې ښیی چې د کډوالۍ بهیر لا هم دوام لری او اړوندې ادارې باید د راستنو شویو کډوالو لپاره د ملاتړ او خدماتو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه وکړی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.