معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېر کال هېواد کې څه باندې ۳۵۰ چکډېمونه جوړ شوي

تېر کال هېواد کې څه باندې ۳۵۰ چکډېمونه جوړ شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیالۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې ۳۵۰ چکډېمونه جوړ شوي دي.

د خبرپاڼې په وینا له دې ډلې ۱۳۸ پروژې د کرنې او اوبو لګولو وزارت، ۱۱۷ د اوبو او انرژۍ وزارت، او ۱۰۰ پروژې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت لخوا پلې شوي، چې ډېری یې ګټې اخیستنې ته هم سپارل شوې دي.

د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیالۍ د یاد شمېر چکډېمونو د جوړولو  خبر داسې مهال ورکوي، چې د افغانستان ګڼې سیمې په تېره بیا جنوب لویدیځه حوزه له اوږد مهال راهیسې وچکالیو سره مخ ده. ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس