تېر کال هېواد کې څه باندې ۳۵۰ چکډېمونه جوړ شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادی مرستیالۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې په تېر یوه کال کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې ۳۵۰ چکډېمونه جوړ شوی دی.

د خبرپاڼې په وینا له دې ډلې ۱۳۸ پروژې د کرنې او اوبو لګولو وزارت، ۱۱۷ د اوبو او انرژۍ وزارت، او ۱۰۰ پروژې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت لخوا پلې شوی، چې ډېری یې ګټې اخیستنې ته هم سپارل شوې دی.

د سرپرست حکومت اقتصادی مرستیالۍ د یاد شمېر چکډېمونو د جوړولو  خبر داسې مهال ورکوی، چې د افغانستان ګڼې سیمې په تېره بیا جنوب لویدیځه حوزه له اوږد مهال راهیسې وچکالیو سره مخ ده. ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.