کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو کمېسیون له لوری د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ د اداری پروسو ساده کولو په هدف هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو کمېسیون مسوولین وایی، د یاد کمېسیون له لوری په تېر یو کال کې په مختلفو ادارو کې ۳۶۰ بېلابېلې پروسې ساده شوې دی.
د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو ادارې رییس عبدالحنان عارف الله په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلی، چې یاده اداره هڅه کوی څو په ټولو اداراتو او وزارتونو کې پېچلی پروسې ساده کړی.
نوموړی په یاده غونډه کې زیاته کړې، چې د دې ناستې اساسی هدف د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د پروسو ساده کول دی.
د برېښنا شرکت تجارتی رییس هم یادې غونډې ویلی، څومره چې په ادارو کې اصلاحات رامنځته کیږی، په همغه اندازه د حکومت او خلکو تر منځ واټن له منځه ځی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ