کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۸ مه نېټه):
د فراه پوهنې ریاست مسوولین وایی، په تېر شاوخوا یوه نیم کال کې یې ۶ سوه سیمه ییز ټولګی جوړ کړی چې په کې ۱۸ زره ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
مسوولین زیاتوی، دغه ټولګی د فراه په هغو لرو سیمو کې جوړ شوی چې په تېرو شلو کلونو کې یې ماشومان له زده کړو بې برخې وو.
د فراه د پوهنې رییس وایی، په تېرو شلو کلونو کې د دغه ولایت په لرو پرتو سیمو کې د زده کړو لپاره هېڅ ډول امکانات برابر نه وو، خو په تېر یوه نیم کال کې یې د مرکز او ولسوالیو په هغو سیمو کې چې ښوونځی ترې لرې وو، زرګونه ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
هغه زیاته کړه، د ولایت په کچه ۶ سوه سیمهییز ټولګی جوړ شوی چې د هر ټولګی لپاره یو ښوونکی ګومارل شوی دی. نوموړی وویل، د یادو ټولګیو مالی لګښت د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق ورکوی او کارونه یې د هېواد له تعلیمی نصاب سره سم مخ پر وړاندې ځی.
په دغو ښوونځیو کې ۹ زره ۴۶۳ هلکان او ۸ زره ۵۳۷ نجونې زده کړې مخته وړی.
دغه سیمه کې په داسې مهال ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابریږی، چې سرپرست افغان حکومت باندې د نجونو په تعلیم او تحصیل باندې د بندیز له امله نیوکې ډېرې شوی.
غوښتنې دا دی چې د نوی کال په پیل سره نجونو ته د تعلیم او تحصیل اجازه ورکړل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ