کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان کې د جاپان سفیر ویلی، چې په پلازمېنه توکیو کې به د افغانستان د فرهنګی میراثونو د یوه نړیوال کنفرانس د جوړېدو لپاره هڅې وکړی.
تاکایوشی کورومیا دا ژمنه کابل کې د اطلاعات او کلتور وزارت د کلتور او هنر له معین سره د خبرو پرمهال کړې ده.
نوموړی ویلی، جاپان فرهنګی چارې له سیاسی مسایلو سره تړلې نه بولی او په هر ډول شرایطو کې یې ملاتړ کوی.
د افغانستان د فرهنګی میراثونو د نړیوال کنفرانس د هدف په اړه د جاپان سفیر زیاته کړې، هېواد یې غواړی په دې ډول د افغانستان د فرهنګی میراثونو د ساتنې او رغونې برخې ته د نړیوالو پاملرنه زیاته کړی.
تر اوسه د دې کنفرانس د جوړېدو کره نېټه نه ده په ډاګه شوې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ