جاپان د افغانستان له روغتیایی برخې سره نږدې ۷ میلیونه ډالره مرسته کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۷  نېټه):

د راپورونو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان ویلی، جاپان د افغانستان له روغتیایی سکټور سره د ۶ میلیونه او ۹ لکه ډالرو مرسته کړې ده.

د راپور پر بنسټ، جاپان دا پیسې په افغانستان کې انتانی او میکروبی ناروغیو ته ځانګړی کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وایی، له دغو مرستو څخه موخه په ساری ناروغیو اخته کسانو ته د ښو خدمتونو وړاندې کول او د ساری ناروغیو د دقیق تشخیص لپاره د لابراتوارونو په برخه کې مرسته، د افغان – جاپان د ساری ناروغیو د روغتون او په کابل کې د انتانی د ملی روغتون د کاری ظرفیت په اړه ډاډ ترلاسه کول دی.

کابو یوه میاشت وړاندې اروپایی اتحادیې هم په افغانستان کې د ساری ناروغیو د مخنیوی او د دې هېواد روغتیایی خدماتو د ښه والی لپاره ۱۰ میلیونه یورو مرسته کړې وه.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.