جاپان له افغانستان سره ۱۸ میلیونه ډالره مرسته کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۷ نېټه):
د روغتیا نړیوال سازمان وایی، جاپان په افغانستان کې د ویروسی ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره ۱۸ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.
د دې موسسې د افغانستان څانګې پرون په یوه بیانیه کې لیکلی، چې دا پیسې به د خپلو همکارانو د ظرفیت د لوړولو او همدارنګه د مېندو او ماشومانو په درملنه ولګول شی.
د خبر له مخې، د افغانستان په څېر هېوادونو کې له طبیعی پېښو وروسته ویروسی ناروغۍ زیاتېږی.
دا مالی مرسته په داسې حال کې د افغانستان له روغتیایی سکتور سره کیږی، چې ناروغانو ته د لازمو روغتیایی خدمتونو د نه وړاندې کولو او د خوارځواکۍ په څېر ناروغیو له امله د ماشومانو د مړینې په اړه ډېر شکایتونه موجود دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.