معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جاپان له افغانستان سره ۶،۹ میلیون ډالره مرسته کوي

جاپان له افغانستان سره ۶،۹ میلیون ډالره مرسته کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو کې د ماشومانو د ملاتړ ادارې ویلي، چې جاپان په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو لپاره د اړینو واکسینونو په برخه کې ۶.۹ میلیونه ډالر مرسته کوي.

د دغې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه پروګرام له لارې به په منظمه توګه ۴.۱ میلیونه ماشومان او ښځې واکسین شي.

خبرپاڼه کې راغلي، د جاپان حکومت د یونېسف د هڅو په ملاتړ د جاپان د (جایکا) ادارې په همکارۍ په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو د حقونو او هغوی ته د بېړنیو اړتیاوو برابرولو په برخه کې اضافي ۶.۹ میلیونه ډالره مرسته کړې.

دغه مرسته به د شري، نري رنځ، ګوزڼ، تور زېړي او تیتانوس څخه د ۴.۱ میلیونه ماشومانو او مېرمنو واکسیني خدمتونه د پولیو واکسین د ملي کمپاین له لارې له پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ څخه د ۴.۷ میلیونه ماشومانو د ساتنې لپاره ولګول شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس