کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو کې د ماشومانو د ملاتړ ادارې ویلی، چې جاپان په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو لپاره د اړینو واکسینونو په برخه کې ۶.۹ میلیونه ډالر مرسته کوی.
د دغې ادارې په خبرپاڼه کې راغلی، چې د دغه پروګرام له لارې به په منظمه توګه ۴.۱ میلیونه ماشومان او ښځې واکسین شی.
خبرپاڼه کې راغلی، د جاپان حکومت د یونېسف د هڅو په ملاتړ د جاپان د (جایکا) ادارې په همکارۍ په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو د حقونو او هغوی ته د بېړنیو اړتیاوو برابرولو په برخه کې اضافی ۶.۹ میلیونه ډالره مرسته کړې.
دغه مرسته به د شری، نری رنځ، ګوزڼ، تور زېړی او تیتانوس څخه د ۴.۱ میلیونه ماشومانو او مېرمنو واکسینی خدمتونه د پولیو واکسین د ملی کمپاین له لارې له پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ څخه د ۴.۷ میلیونه ماشومانو د ساتنې لپاره ولګول شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ