جاپان وایی، افغانستان سره د بنسټیزو پروژو په پلی کولو کې همکار یؤ

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۸ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکویوشی کورمایا د لوړو زده‌کړو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلی، چې هېواد یې له افغانستان سره مرستو ته تیار دی او د بشری مرستو ترڅنګ د بنسټیزو پروژو پلی کولو کې هم بشپړه همکاری کوی.

د خبر پر بنسټ نوموړی زیاته کړې، چې سربېره پر دې جاپان د ناڅاپی پېښو او بېړنیو حالاتو پر مهال هم له افغانستان سره مرستو ته تیار دی.

په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر غوښتنه کړې، څو یاد هېواد د افغانستان د تحصیلی نظام په پیاوړتیا کې همکاری وکړی او له نړیوالو سره د افغانستان حقیقی انځور شریک کړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.