معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جاپان په افغانستان کې د کوکنارو بدیل معیشت لپاره ۱۰ میلیونه ډالره ځانګړې کړي

جاپان په افغانستان کې د کوکنارو بدیل معیشت لپاره ۱۰ میلیونه ډالره ځانګړې کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبـ.ـدالکـ.ـبیر سره لېدنه کې ویلي، چې جاپان په افغانستان کې د کوکنارو بدیل معیشت لپاره ۱۰ میلیونه ډالره ځانګړې کړي دي.

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال بیا دغه لیدنه کې هیله ښودلې، چې د دوحې ناستې ګډونوال باید د نشه يي توکو بدیلو پروګرامونو او د خصوصي سکتور د پياوړتیا لپاره افغانستان سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

د جاپان سفیر هم د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې برخه کې د افغان حکومت پرېکنده دریځ ستایلی دی.

جاپاني سفیر په عین وخت کې له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټېنګار کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس