کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشی کورومیا د ریاست الوزرا له سیاسی مرستیال مولوی عبـ.ـدالکـ.ـبیر سره لېدنه کې ویلی، چې جاپان په افغانستان کې د کوکنارو بدیل معیشت لپاره ۱۰ میلیونه ډالره ځانګړې کړی دی.
د رییس الوزرا سیاسی مرستیال بیا دغه لیدنه کې هیله ښودلې، چې د دوحې ناستې ګډونوال باید د نشه یی توکو بدیلو پروګرامونو او د خصوصی سکتور د پیاوړتیا لپاره افغانستان سره خپلې کړې ژمنې عملی کړی.
د جاپان سفیر هم د نشه یی توکو پر ضد د مبارزې برخه کې د افغان حکومت پرېکنده دریځ ستایلی دی.
جاپانی سفیر په عین وخت کې له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټېنګار کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ