کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې افغانستان لپاره د جاپان سفیر په بامیانو کې پرمختیایی پروژو پلې کولو ته چمتوالی ښودلی دی.
د جاپان سفیر تاکاشی اوکادا بامیانو ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والی سره د امنیت، اقتصاد، د مرستو بهیر، تاریخی سیمو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او نورو موضوعاتو خبرې خبرې کړې دی.
نوموړی ویلی، هېواد به یې له افغانستان سره په ځانګړې توګه بامیانو کې خپلو بشری مرستو او نورو همکاریو ته دوام ورکړی او په دغه ولایت کې د پرمختیایی پروژو پلی کولو ته بشپړ چمتوالی لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ