معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جاپان کې د ۶.۹ درجې زلزلې وروسته د سونامي خبرداری ورکړل شو

جاپان کې د ۶.۹ درجې زلزلې وروسته د سونامي خبرداری ورکړل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د جاپان په کیوشو سیمه کې د رېښتر په کچه ۶.۹ درجې زلزله شوې، چې د خلکو ترمنځ یې ویره خپره کړې ده.

د جاپان د هوا پېژندنې ادارې د زلزلې له امله د میازاکي او کوچي ولایتونو په سواحلو کې د سونامي د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی.

زلزله سهار مهال رامنځته شوې او د ځمکې ژوروالي یې شاوخوا ۱۰ کیلومتره اندازه شوې ده.

د زلزلې له امله د ځاني او مالي زیانونو په اړه تر دې دمه راپورونه نه دي ورکړل شوي، خو د ځایي چارواکو په وینا، د خلکو خوندیتوب لپاره یې بېړني اقدامات پیل کړي دي.

د جاپان حکومت او د هوا پېژندنې اداره له خلکو غوښتنه کړې، چې د سمندر له سواحلو لرې پاتې شي او د بېړنیو تدابیرو لپاره چمتو اوسي.

جاپان، چې په نړۍ کې د زلزلو یو له زیاتو خطرناکو سیمو څخه ګڼل کیږي، په مکرر ډول په کې ورته پېښې رامنځته کیږي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس