کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د جاپان په کیوشو سیمه کې د رېښتر په کچه ۶.۹ درجې زلزله شوې، چې د خلکو ترمنځ یې ویره خپره کړې ده.
د جاپان د هوا پېژندنې ادارې د زلزلې له امله د میازاکی او کوچی ولایتونو په سواحلو کې د سونامی د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی.
زلزله سهار مهال رامنځته شوې او د ځمکې ژوروالی یې شاوخوا ۱۰ کیلومتره اندازه شوې ده.
د زلزلې له امله د ځانی او مالی زیانونو په اړه تر دې دمه راپورونه نه دی ورکړل شوی، خو د ځایی چارواکو په وینا، د خلکو خوندیتوب لپاره یې بېړنی اقدامات پیل کړی دی.
د جاپان حکومت او د هوا پېژندنې اداره له خلکو غوښتنه کړې، چې د سمندر له سواحلو لرې پاتې شی او د بېړنیو تدابیرو لپاره چمتو اوسی.
جاپان، چې په نړۍ کې د زلزلو یو له زیاتو خطرناکو سیمو څخه ګڼل کیږی، په مکرر ډول په کې ورته پېښې رامنځته کیږی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ