کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د جرمنی د بهرنیوچارو وزارت ویلی، حکومت یې ایران ته د خپلو وګړو د سفر ممنوعیت تمدید کړ او په ایران کې یې له جرمنی وګړو وغوښتل، چې له هغه هېواده ووځی.
د دوی په خبره ایران کې دېره جرمنی وګړی خپل ځانونه د اسلامی جمهوریت له لوری د برمته کېدو له ګواښ سره مخامخ کوی.
د لړم په اوومه نېټه ایران کې د جمشید شارمهد په نوم د ایرانی الاصله جرمنی وګړی له اعدام وروسته د جرمنی حکومت په دې هېواد کې د ایران درې واړه قونسلګرۍ بندې کړې.
شارمهد څلور کاله مخکې د یوه کاری سفر په ترڅ کې له امریکا څخه هند ته تللی و او امریکا ته د راستنېدو پرمهال د متحده عربی اماراتو په دبۍ ښار کې د ایران د استخباراتی اجنټانو لخوا وتښتول شو، چې څو ورځې وروسته د حسن روحانی په مشرۍ د ایران د هغه مهال د استخباراتو وزیر ایران ته د نوموړی د انتقال خبر ورکړ.
شارمهد تورن و، چې امریکا کې د تندر په نوم د سلطنت غوښتونکو د یوې ډلې مشری کوی او د شېراز په حسینیه کې په یوه بمی برید کې هم لاس لری.
شارمهد او د هغه کورنۍ دا تورونه رد کړی وو.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ