دوشنبه، د لړم ۱۶مه
کابل/ګهیځ: د جرمنی د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو په یوه ګډ لیک کې خبرداری ورکړی، چې له افغانستان څخه له ګواښ سره مخ افغانانو د ایستلو بهیر کې هیڅ ډول فردی او نوی غوښتنلیکونه نه منی.
په لیک کې راغلی، چې غوښتنلیکونه منل د دوی کار نه دی، بلکې هغه با صلاحیته ادارې او سازمانونه چې د جرمنی له حکومت سره کار کوی، د په شرایطو برابر کسانو اسناد چې له مخکې ورسره دی، حکومت ته سپاری څو نوره پروسه مخې ته یوسی.
د جرمنی حکومت څرګنده کړې: “اوس هېڅ ډول نوی غوښتنلیک نه منل کېږی آن که د جرمنی د حکومت د رسمی ادارو لکه د فدرال وزارتونو، په کابل کې د جرمنی سفارت یا د جی آی زی موسې لوری هم وی. ”
د روان کال په اکټوبر میاشت کې د جرمنی حکومت وویل، چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به په هره میاشت کې ۱۰۰۰ هغه افغانان، چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی، جرمنی ته یوسی.
د جرمنی حکومت ویلی دی چې په دغه نوی پروګرام کې لومړیتوب هغو خلکو ته ورکول کېږی چې د خپلې کاری سابقې له کبله له مجازاتو او خطر سره مخامخ دی.
د حکومتی چارواکو په خبره د دې پروګرام په دوهمې مرحلې کې لومړیتوب د هغو کسانو دی، چې د خپل جنسیت او مذهب له کبله یې ژوند په خطر کې وی.
د جرمنی د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونه په دې اړه په خپل جوړ شوی ویسبایټ کې تازه او هر اړخیز معلومات خپروی.
گهیځ