جلال آباد ښار کې له لاس پلورونکو څخه په ناقانونه توګه پیسې اخېستل کېږی:
راپور: حضرت نبی نبی زاده
د جلال آباد ښار تالاشۍ څلور لارې شاوخوا غزېدلې لارې سهار وختی مهال د موټرونو د رش له امله د دومره لاربندښت سره مخ وی، چې خلک یې پر سړکونو په اسانۍ سره نه شی تېرېدلی.
په شنه سهار د دغه بیروبار ډېرښت له امله پلی تېرېدل هم ګران وی.
اوس مهال ګڼ سبزی پلورنکی خپلې موټرې راولی او د سړک په سر یې دروی او دغلته خپله سبزی پلوری.
له کلی او بانډو څخه راوړل شوی سبزیجات د سړک پر غاړو موټرونو او زرنجونو کې پلورل کېږی، چې په بدل کې یې ترې ناقانونه پیسې اخېستل کېږی.
په زرنجونو او نورو نقلیه وسایطو کې د تازه سبزیو راوړونکی کسان هم ادعا کوی چې د سړک پر سر د ودرېدو او سبزیو د پلورلو په بدل کې ترې هر سهار پیسې اخېستل کېږی.
د چپرهار ولسوالۍ یو تن سبزی پلورنکی شمالی خان وایی:
((دلته له موږ څخه د ټکس په نوم پیسې اخېستل کېږی، خو موږ ته راکړل شوې پاڼه د ښاروالۍ ټاپه نه لری. دغه پیسې له موږ څخه د ملک نذیر په نوم یو تن دی، د هغوی کسان یې اخلی. موږ که څه پلورلی وی او که نه خو د ملک نذیر کسان د باج په توګه موږ څخه خپل دغه ناقانونه پیسې اخلی. دولت باید د دغه ډول غیر قانونی اخاذو مخه ونیسی، څو موږ غوندې ولسی وګړی وشی کولی، پرته له ستونزو ځانته یو مړۍ حلاله نفقه وګټی.))
د روداتو ولسوالۍ څخه راغلی بزګر علم ګل هم وایی، چې له دوی څخه دغه پیسې د ملک نذیر په نوم یو زورواکی اخلی، چې په خبره یې د جلال آباد ښاروالۍ هم ورسره شریکه ده.
د ده په خبره څو ځل یې د ښاروالۍ مامورین لیدلی چې د ملک نذیر له کسانو پیسې ترلاسه کوی.
هڅه مو وکړه چې د دغو ادعاوو په اړه د ملک نذیر غبرګون واخلو، خو له پرلپسې هڅو سربېره هم ونه توانېدو.
دجلال آباد ښار یو تن هټیوال وحیدالله بیا وایی:
((جلال آباد ښاروالی په رښتینی ډول له یادو کړنو سره قانونی تعامل نه کوی؛ ځکه خو یې په لوی لاس ښار کې د بې نظمۍ او فساد زمینه برابره کړې ده.))
یو بل تن سبزی پلورونکی نور احمد وایی، په تېر کې له دوی څخه له سلو تر یو نیم سلو پورې پیسې اخېستل کېدې، خو اوس ترې پنځوس افغانۍ اخلی. نوموړی زیاتوی، هره ورځ په لسګونه موټرې له تالاشۍ څلورلارې نیولې تر چپرهار زړې هډې پورته سیمو پورې ودریږی، چې له دغو ټولو څخه د ودرېدو په بدل کې غیر قانونی پیسې او باج اخېستل کېږی.
دی وایی:
((په دغه باج اخېستنه کې د ښاروالۍ کسان هم ښکېل دی؛ ځکه که چېرته شریک په کې نه وی، نو د دغو غیر قانونی اخاذو مخه به یې نیولې وه.))
ولس هم د دغو کړنو له امله تر پوزې راغلی:
د جلال آباد ښار اوسېدونکی نصیر احمد وایی، دغه غیر قانونی کړنو یې ژوند ډېر ورتریخ کړی دی. د ده په وینا سهار وختی چې کله خپل دوکان ته ځی، نو په ډېرو ستونزو او ځنډ سره له دغه ځایه تېریږی.
نوموړی وړاندې زیاتوی:
((ښاروالۍ باید د دغې چارې مخنیوی وکړی او د ښاری نظم په رامنځته کولو کې اړین ګامونه پورته کړی.))
نصیر احمد پر ښاروالۍ نیوکه کوی چې جلال آباد ښار کې د سبزیو دوه منډیانو د شتون سربېره بیا هم د سړک پر سر بولۍ او پلورنې کېږی، خو د مخنیوی یا رهنمایۍ لپاره یې هېڅ کوټلی ګامونه نه پورته کېږی.
د جلال آباد ښار یو بل اوسېدونکی حمید بیا وایی:
((د جلال آباد کوچنی ښار نشی کولای چې دومره ګڼه – ګوڼه وزغمی. دولت باید له دغو سیمو څخه غیر قانونی بولۍ لرې کړی، څو د ښاریانو ستونزې راکمې شی.))
نوموړی یادونه کوی چې له بولۍ اخوا بیا د ورځې په اوږدو کې کرۍ ورځ د ښار ډېری لارې د سبزی پلورونکو له خوا بندې شوې وی، چې له امله یې لارو کې تګ د ستونزو سره مخ وی.
ګهیځ له ډېرو هلو – ځلو وروسته د ملک نذیر په نامه غیر مسؤول شخص کسان ولیدل چې په خلکو ګرځېدل او له هغوی څخه یې پیسې ترلاسه کولې، د ګهیځ د موندنو له مخې هر سهار په دغه سیمه کې له پنځه ویشت زرو نیولې تر دېرش زرو پورې افغانۍ باج اخېستل کېږی، چې دا له سبزی پلورنکو او نقلیه وسایطو کې د سبزیو راوړونکو ترلاسه کېږی.
په دې اساس هره اونۍ دوه لکه او لس زره افغانۍ او هره میاشت اته لکه او اویا زره افغانۍ چې باید د ښاروالۍ بودیجې ته لاړی شی، حیف او میل کېږی.
ګهیځ هغه پاڼې چې د ملک نذیر د کسانو له لورې موټر چلونکو ته ورکول کېږی، تر لاسه کړی. په یادو پاڼو کې هېڅ ډول رسمی او دولتی نښې شتون نه لری، خو بیا هم پر دغې پاڼې له سبزیجانو راوړونکو او پلورونکو څخه پیسې اخیستل کېږی.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ننګرهار د ولایتی ادارې نظر را واخلو، خو له کراتو هڅو وروسته هم په دې اړه خبرو کولو لپاره څوک چمتو نه شول.
د دغې غیر قانونی باج اخیستنې په اړه مو د جلال آباد ښاروالۍ مطبوعاتی مسؤول عبدالله هوډ وپوښت. نوموړی یې په ځواب کې وویل:
((په تالاشۍ څلور لارې او اړوند نورو سیمو کې ترسره کېدونکې بولۍ غیر قانونی دی او ښاروالۍ ورته اجازه نه ده ورکړې چې د سړک پر غاړو دې دغه پلورنه ترسره کړی؛ ځکه د پلورلو لپاره ځانګړی ځایونه مشخص شوی، چې باید مال پلورونکی هغه ځای ته خپل د پلورلو سبزی ولېږدوی.))
نوموړی دا رد کړه چې ګواکې د فساد په مواردو کې دې ښاروالۍ لاس ولری.
هغه زیاته کړه:
((ښاروالۍ په تېر کې هم د دغه ډول کړنو په مقابل کې قانونی اجرات کړی او دا ځل یې هم د دې ناقانونه بولیو پر وړاندې تصمیم جدی دی.))
هوډ زیاته کړه، د جلال آباد ښاروالی په هېڅ ډول خپل سرو باجګیریو کې ونډه نه لری او په دې اړه یې تصمیم جدی دی. هغه دا ډول تورونه ردوی او وایی: جلال آباد ښاروالی به د یادو کسانو اړوند جدی اقدامات وکړی او دغه غیر قانونی بولۍ به ودروی. د ده په خبره له دغې لارې ټولې اخېستل شوې پیسې به د قانون په چوکاټ کې د ښاروالۍ بودیجې ته سپارل کېږی.
ملک نذیر ته له نږدې کسانو څخه یو تن د نوم نه ښودلو په شرط ګهیځ ته په دې اړه داسې وویل:
((د ننګرهار له مختلفو ولسوالیو څخه هره شپه له دوو بجو څخه د سهار تر اوو بجو پورې له دوو سوو څخه پورته د سبزی راوړلو نقلیه وسایط راځی، چې ډېری یې خالی کېږی او څه یې په موټر کې سودا پلوری. موږ هره ورځ له دغو نقلیه وسایطو څخه له ۳۰ زره افغانیو پورته پیسې ټولوو.))
نوموړی وړاندې زیاتوی:
((دلته زما په ګډون درې نور کسان د ملک نذیر لپاره د ۲ سوه افغانیو په بدل کې هر سهار له دغو نقلیه وسایطو پیسې اخلو او بیا دغه پیسې ملک نذیر ته سپارو. د ده په وینا څو ځلې ښاروالۍ هڅه وکړه چې د دې کار مخه ونیسی، خو له جوړ – جاړی او پیسو تېرولو وروسته ملک صیب نذیر په دې توانیږی، چې بېرته خپله باج اخېستنه پیل کړی.))
نوموړی وړاندې وویل:
((دا چې ښاروالۍ په رسمی ډول دلته د بولۍ اجازه نه ورکوی، خو په غیر مستقیم ډول په یوه تفاهم سره د ملک نذیر په دې کار باندې څه نه وایی. له همدې امله کله چې ښاروالۍ د دغه چارې خلاف کمپاین کول وغواړی، نو له وړاندې څخه ملک نذیر او موږ ته اطلاعات راکوی.))
د یادونې وړ ده چې په تېر کې هم جلال آباد ښاروالۍ د فساد، درغلیو او رشوت اخېستو نیوکې کېدې، خو ښاروالۍ بیا دغه ډول تورونه د ځان پر وړاندې بې اساسه بللی دی.
گهیځ