جلال آباد کې د بهسودو دوهم پول ډیزاین کې د تخنیکی ستونزو او د ډیزاین د ناقص تطبیق له کبله له وخت نه وړاندې د تخریب له ګواښ سره مخ دی.
راپور: ایمل ظاهر
د بهسودو دوهم پول چې د ننګرهار د پنځو ولسوالیو په ګډون کونړ او نورستان د ننګرهار له مرکز جلال آباد ښار سره وصلوی، دوه کاله وړاندې یې چاری د الینګار الکوزی شرکت له خوا د ۳۵۰ مترو په اوږدوالی سره جوړ او بشپړی شوی.
دا پول چې د ټولګټو چارو وزارت له خوا د الینګار الکوزی ساختمانی شرکت ته د څه د پاسه درې میلیونه امریکایی ډالرو په قرار داد ورکړل شوی ؤ له جوړېدو وروسته او ټولګټو چارو وزارت ته د تسلمېدو وړاندې یې لوی، لوی درزونه پیدا کړی او بېرته د یاد شرکت له خوا د سریختو په مایع سره یاد درزونه بند شوی.
ننګرهار میشتی د ا چاره د اندیښنې وړ بولی او په لنډ مهال کې د پول د خرابېدو له کبله د پول جوړونکی شرکت مسؤولین په فساد تورنوی.
راحت الله چې د بهسودو ولسوالۍ د قلعه جانان خان اوسېدونکی دی وایی
((د ا پول په ټیکه ورکول شوی او د خرابېدو لامل یې د انجینرانو او د شرکت غداری ده کم کیفیته مواد یې کارولی او د پول بودیجه یې ټوله په پول نه ده مصرف کړې، ځکه د دې پول په خوا کې بل پخوانی پول چې څلوېښت کاله پخوا روسانو جوړ کړی اوس هم د دې نه ښه دی او دا چې په دې دوه کالو کې خراب شو خو غلا او فساد پکې شوی))
سرور چې د جلال آباد ښار اوسېدونکی دی دا هم د پول د ژر خرابېدو لامل د ټولګټو چارو ریاست او د پول جوړوونکی شرکت د مسؤولینو له خوا د پروژې په تطبیق کې فساد په ګوته کوی.
سرور وایی((دا بل پول چې زمونږ مشران وایی د روسانو وخت کې جوړ شوی نو انجینران وایی دا پول چې د څومره کلونو لپاره جوړ شوی ؤ چې باید ګټه ترې واخیستل شی هغه وخت هم پوره شوی خو اوس هم کار کوی خو د دې پول لا وخت هم نه پوره شوی دوه کاله یې وشو اوس ټق، ټق چاودیدلی او خراب شوی.
د دې د انجینر او شرکت نه باید پوښتنه وشی چې دا ولې دومره ژر خراب شو ځکه ښکاره خبره ده چېې فساد پکې شوی.))
له وخته وړاندې د یاد پول د پیدا شوو درزونو په تړاو د ننګرهار ولایتی شورا مرستایل اجمل عمر هم د ټولګټو چارو ریاست او د پول جوړوونکی شرکت مسؤولین په فساد تورنوی د اجمل عمر په وینا چې شپږ نیم کاله وړاندې هم د دې پول یوه برخه زیانمنه شوې چې دوی یې د وخت ولایتی چارواکو او ټولګټو چارو ریاست سره د یو رسمی مکتوب له لارې موضوع شریکه کړه او په تړاو یې ترې د څېړنو غوښتنه وکړه خو په وینا یې چې چارواکو یې تر اوسه هم د هغو مکتوبونو ځواب نه دی ورکړی.
د ولایتی شورا مرستیال اجمل عمر وایی((مونږ سره اسناد موجود دی چې د نن نه شپږ نیم کاله وړاندې چې په هغه وخت کې مونږ د لس کرتو نه زیات د دې شرکت رئیس ولایتی شورا ته راجلب کړی ؤ، تر څو د خلکو هغه شکونه چې په ده باندې وو هغه رفعه شی خو متأسفانه چې دا نظام او حکومت داسې دی چې په یوه مسأله کې د فساد په اړه عمق ته لاړ شی او را ویې څېړې نو خلکو ته داسې فکر ورکول کېږی چې ځینی خلک د دې پروژې د تطبیق مخنیوی کوی، خو د دې پول په اړه ماسره د شپږ نیم کالو پخوانی اسناد د ولایتی شورا په آرشیف کې شته چې پول پنځم لاس خرڅ شوی او په قرار داد ورکول شوی، او د ننګرهار د هغه وخت والی سره مو هم دا موضوع شریکه کړه چې دا د ننګرهار لپاره یوه حیاتی پروژه ده خو هغه وخت سره زما غږ وانه اوریدل شو او د څو اشخاصو د ګټې په خاطر برعکس په مونږ باندې تورونه پوری شول.))
انجنیر فرید عاطف چې د ساختمان انجنیر دی د پول په جوړولو کې یې راسره تخنیکی ستونزې شریکې کړې.
هغه په پول کې د درزنو راتګ لامل د پول لپاره جوړ شوی ډیزاین او د ډیزاین په تطبیق کې بې غوری ښیی.
د عاطف په خبره چې د پول په ډیزاین کې د کابل سیند اوبو مقدار په پام کې نه دی نیول شوی او د اوبو له پاسه تېر شوی پول چې پایې یې دیننه په منځ کې ولاړې دی د اوبو زور او فشار د دې لامل کېږی چې پول له وخته وړاندې لمنځه لاړ شی.
د ډېزاین تر څنګ د ډېزاین او پروژې په تطبیق نه څار هم د دې لامل کېږی چې د پول چارې په درست ډول ترسره نشی او د کم کیفیته موادو د استعمال او نه مراقبت د دې لامل شی چې د پول په پاسنۍ برخه کې لوی لوی درزونه رامنځ ته شی.
هغه وایی((د کانکریټو په نړۍ کې درزونه یو لوی بحث دی چې بېلا بېل عوامل لری،که هغه ودانۍ وی او که پول د ډېزاین له مرحلې نه نېولی تر تطبیق مرحلې پورې او د تطبیق په جریان کې په ګڼو عوامولو پورې اړه لری، یو احتمال دادی چې د دې پول د ډیزاین په مرحله کې د دې د پایو ډیزاین سم نه دی شوی، نظر د کابل سیند د اوبو مقدار او د پول د بیستر د موادو په کتو سره احتمال شته چې د پایو ډېزاین یې سم نه دی شوی چې د هغې لویه بیلګه داده چې پول د جوړېدو نه وروسته سمدستی د پول په ښکتنۍ برخه کې یو دېوال جوړ شو چې د ا د دې ښکارندویی کوی چې د دې پایو لپاره چې کوم ژوروالی په پام کې نیول شوی ؤ هغه سمې نه وی ژوری شوی نو بیا د ټولګټو چارو وزارت ورته یوه بله پروژه کې یو دېوال منظور کړ چې د پول په ښکتنۍ برخه کې یې ورته جوړ کړی خو هغه پروژه هم سمه نه ده تطبیق شوې د هغې ژوروالی هم سیې نه دی شوی که شوی ؤ نو دا ستونزه حلېده او په پول کې درزونه نه راتلل، او بل د پول په جوړېدو کې د کم کیفیته موادو کارول هم ددې درزونو لامل کېدی شی خو په ټوله کې ویلی شو چې په دې پروژه ټوله بودیجه نه ده مصرف شوې))
د فرید عاطف په وینا چې یاد درزونه که همداسې پاتی شی نو لوی خطر پېښولی شی.
مونږ هڅه وکړه چې په دې تړاو د الینکار الکوزی شرکت د مشر نظر هم واخلو خو هغه ییې په تړاو د خبرو کولو پرځای د ټولګټو چارو رئیس را په ګوته کړ په نماینده ګۍ یې راسره خبرې وکړی.
د ننګرهار د ټولګټو چارو رئیس انجینر محمد صابر احمدزی د پول په جوړولو کې په ډېره کمه اندازه تخنیکی ستونزی منی خو وایی دا ستونزې د ډېرې اندیښنې وړ نه دی.
هغه د پول په جوړولو کې ټولګټو چارو ریاست او د الینکار الکوزی شرکت په مسؤولینو د فساد تورنه هم ردوی.
دی وایی((تر اوسه پورې دا پول مونږ ته نهایی تسلیم شوی هم نه دی او پول کې جزوی تخنیکی ستونزی پیدا شوی چې د ډېرې اندیښنې وړ نه دی ان شاالله مونږ هغه ستونزې حل کړی او په نږدې راتلونکی کې به پرې قیر هم واچول شی او د ښاریانو ستونزې به حل شی))
د ا په داسې حال کې ده چې ولس او د ولس استازی ډېر کله د بیارغونې په دا ډول پروژو کې د فساد له شتون شکایت کوی او په وینا یې چې د غیری معیاری موادو استعمال، په قرادادونو فساد او په سم ډول نه څارنه د دې لامل کېږی چې دا ډول پروژې له ټاکلې نیټې مخکی لمنځه ځی.
گهیځ