کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د جلال آباد ښاروالۍ مسوولینو ویلی، چې د دوی د تنظیم د امریت له لوری د یوې منظمې طرحې او پلان له مخی د ښار ټولو قصابانو ته لارښوونه شوې، چې د بشپړې حفظه الصحې د مراعتولو په موخه باید خپل دوکانونه چوکاټ او شیشه بندی کړی.
د دوی په وینا قصابانو ته دا سپارښتنه هم شوې، چې د غوښې ښه ساتلو لپاره باید ټول اړین لوازم او وسایل خپل دوکان کې له ځان سره ولری.
ځایی مېشتی خلک هم د ښاروالۍ په دې اقدام خوښ دی.
د دوی په خبره دې سره به غوښه له ګردونو او بېلابېلو مکروبونو وساتل شی او تنظیم به یې د ښار په ښکلا کې موثر رول ولوبوی.
بل لور جلال آباد ښار کې د قصابانو داتحادیې رییس وایی، تر دغې لارښوونې وروسته د ښار
۵۰ سلنه دوکانونه په معیاری ډول چوکاټ او شیشه بند شوی او پاتې نور به هم په لنډه موده کې د پلان مطابق ورغول شی.
د معلوماتو له مخې جلال آباد کې د قصابیو د ۲۵۰ شاوخوا دوکانونه ثبت او راجستر دی، چې تر دې وړاندې به د اوړی په موسم کې د تودوخې درجې په لوړېدو سره په سختۍ د غوښې ساتنه کېدله
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ